سیاست

اجرائيه رئيس: د دولسمو ټولګیو بري لیکونه به په انلاین ډول ورکړل شي

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ٣١ مه
د هېواد اجرائيه رئیس پرون د هرات د ښځو د حقونو د فعالانو او ټولنیزو خدماتو د ټولنې له غړو سره په سپېدار ماڼۍ کې دخپل کار په دفتر وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دغې ټولنو استازو له اجرائيه رئیس سره خپلې ستونزې شریکې کړې او ویې ویل، چې د دولسمو ټولګیو بري لیکونه دې په ولایاتو ورکړل شوي او په انلاین ډول دې له مرکز څخه تایید شي ځکه په پلازمېنه کابل کې د دې بري لیکونو تایید خلکو ته ستونزې پیدا کړي دي.
هغوی د تعلیمي نصاب د رشته بندۍ او په پوهنیز بهیر کې د اصلاحاتو راوستلو، ولایاتو ته د نفوسو په کچه د پوهنیز تشکیل د ورکړې او په کې د ښځو د ونډې ځانګړي کېدو غوښتنې هم وکړې.
د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ، چې په دې اړه به له اړوندو چارواکو سره خبرې هم وکړي او اړتیا ده چې د دولسمو ټولګیو بري لیکونه په انلاین ډول تایید او زده کوونکو ته ووېشل شي. هغه وویل، د یادو شویو ستونزو د حل لپاره به پوهنې وزارت ته لازم هدایات ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته