
کابل، د زمري ۲۹ مه، باختر
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي په دغه ولایت کې له طبیعي جاذبو څخه د لیدنې په موخه د سیلانیانو لپاره آسانتیاوې برابروي.
د پنجشیر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولانا نصرالله ملک زاده د یاد ولایت د پریانو ولسوالۍ د مرغزل له طبیعي جاذبې څخه د کتې پرمهال د باخترآژانس خبریال ته وویل، دوی هڅه کوي، چې له طبیعي ځایونو څخه د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جلب او جذب لپاره ښې آسانتیاوې برابرې کړي.
د ملک زاده په وینا یاد ریاست هڅه کوي، د ګرځندوی صنعت په پراختیا سره ښاریانو ته د سیمه ییز اقتصاد د ودې ښه زمینه برابره کړي.
هغه څرګنده کړه چې یاد ریاست کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د دغه ولایت ۸ طبیعي جاذبې معرفي کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپلې پالیسۍ له مخې د هېواد ټولو ولایتونو په ځانګړې توګه پنجشېر ته جدي پاملرنه کړې او په دې برخه کې ژمن دی.