
۱۵– کابل، د غوايي ۲۸ مه، باختر
د پنجشېر د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ۱۲میلیونو افغانیو په لګښت د ۵ بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې پیل شوې دي.
د پنجشېر د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي شیرعلي موزون د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د شتل ولسوالۍ په ده کلان، اورتي، کورابه، بوستان او اندورسات سیمو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د CHA موسسې له لوري د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت کانالونه او سړکونو بیا رغول کېږي.
د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو په بشپړېدو به د سیمې مېشت خلکو ته د ټرانسپورټ او اوبو برخو کې ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.
جهانیار