کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٣نيټه :
د جلال آباد ښار داهنګرانو په کوڅه کې نن سهار د يوه ماين د چاودنې له امله يو تن ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول. دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ؛ چې دغه چاودنه د جلال آباد ښار داهنګرانوپه کوڅه کې ديوه دوکان په وړاندې رامنځته شوه چې له امله يې دآهنګر يو شاګرد شهيد او اته تنه نور ټپيان شول. ددغي پيښې ټپيان دننګرهار په حوزوي روغتون کې تردرملنې لاندې دي تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستي. پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ