سیاست

جمهوررئیس غني: د شغل ایجاد او ټولنیز مصئونیتونه د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي

کابل_باختر د زمري د مياشتې٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د مرکز او ولایتونو  له رئیسانو سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست فیض الله ذکي د دغه وزارت د اجرااتو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل وې ویل، هغه سیمینار چې په دې وروستیو کې په یاد وزارت کې جوړ شوی و، د ملي پالیسۍ او اجتماعي مصئونیت په اړه په کې بحث وشو.
د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د دغه وزارت تطبیقي پلان چمتو دی او د روزنتونونو په برخه کې اصلاحات دوام لري.
هغه زیاته کړه: د فساد پرضد د مبارزې په خاطر مو د متقاعدینو د بایومتریک کار پیل کړی چې د مرکز له ۱۱۸ زره متقاعدینو څخه یې ۵۱ زره بایومتریک شوي دي.
فیض الله ذکي وویل  چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د بودجې د اغېزمنتیا او شفافیت په اړه یې لازم اقدامات کړي دي.
نوموړي، یاد وزارت ته د جمهوررئیس له پاملرنې څخه د مننې پرمهال څرګنده کړه: زموږ تمرکز د شغلونو پر ایجاد او د ښځو په اقتصادي وړتیا دی.
هغه زیاته کړه: موږ خپلې ټولې برنامې له ملي برنامو سره په همغږۍ لکه د ولسي تړون په څېر، تنظیم کړي دي.
وروسته د ننګرهار ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکیم شېرزاد د دې وزارت د ولایتي رئیسانو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهوررئیس مدبرانه سیاستونه او برنامې یې وستایلې وې ویل، موږ خدمت ته ژمن یوو، خو د دولت ملاتړ ته هم اړتیا لرو.
جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ورازت د مسوولینو له هڅو څخه د مننې ترڅنګ وویل، زموږ د هېواد بنیادي ستونزه فقر او محرومیت دی، د فقر له محوه کېدو پرته د ثبات ټېنګښت سخت دی.
جمهوررئیس زیاته کړه: زموږ له مسوولیتونو څخه یو هم کارموندنه ده چې وتوانېږو فقر او محرومیت له منځه یوسو.
هغه څرګنده کړه چې اجتماعي مصئونیت د حکومت له عمده اهدافو څخه دی او اجتماعي مصئونیت له ثبات پرته منځته نه راځي.
جمهوررئیس وویل: اړتیا ده چې څو بُعدي فکر وکړو او یواځې په جنګ تمرکز ونکړو. موږ باید اوږد مهاله فکر وکړو.
محمداشرف غني وویل، حکومت هڅه کوي د کاربازار په تناسب د همغږۍ رامنځته کېدو په موخه په هره ولسوالۍ، ولایت او د زون په کچه یو تخنیکي ښوونځی جوړ کړي چې فارغان یې وکولای شي د کار بازار ته ځواب ووایي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل چې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت دې د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه وکړي او هغه کورنۍ چې قربانۍ یې ورکړې، له یاده ونه وېستل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته