
کابل باختر د مرغومي شپږ ويشتمه :
پنځلس تنه تاجکستاني طالبان پرون دبدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ د دره خستګ په سيمه کې دپوځيانو په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
ده زياته کړه : په دې هوايي بريدونوکې يوولس تنه نور تاجکستاني ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم