کابل باختر د چنګاښ څلور ويشتمه :
دهېواد دګلف دتنکيو ځوانانو ټيم نن داسيا داتلوالى په سياليو کې دګډون لپاره اندونيزيا ته سفر وکړ .
دغه سيالۍ دجولاي دمياشتې له اووه ويشتمې نيټې څخه ترديرشمې نيټې پورې داندونيزيا په جاوا ښار کې پيليږي .
دافغانستان دګلف فدراسيون څلور کسيز ټيم په دغوسياليو کې له دريو لوبغاړو او يو ښوونکي سره ګډون کوي .
له بلې خوا دګلف ملي فدراسيون پرون دکابل دګلف په لوبغالي کې دنشه يي توکو پرخلاف دملي پيوستون د اوونۍ په اړوند سيالۍ ترسره کړه .
په دغوسياليو کې دکابل دغوره ټيمونو ٣٥ لوبغاړي ګډون وکړ .
1 د یوې دقیقې څخه لږ