امنیت

په تخارکې د يوې کورنۍ څلورتنه غړي مسموم شول

کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٢
د يوې کورنۍ څلور تنه غړي تېره شپه په تخار ولايت کې مسموم شول .
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه کورنۍ غړي د شپې د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شول او روغتون ته وليږدول شول.
ده وويل: پوليسو د دغې پيښې په باب څيړنې پيل کړې دي.
د تالقانو د روغتون رييس ډاکترکرام الدين وکيل زاده د باختر آژانس خبريال ته وويل: د مسموم شويو کسانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى.
ده وويل چې د دوى خواړه په سمي موادو مسموم شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته