
کابل باختر دوري لسمه :
پنځلس تنه په ننګرهار ولايت کې د جنايي پيښو په اړوند ونيول شول .
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې دپوځيانو دځانګړو عملياتواو پلټنو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دوژنې ، غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل چې دغه کسان ددغه ختيځ ولايت په بيلابيلو سيموکې دپوځيانو دځانګړو عملياتو او پلټنو په بهير کې نيول شوي دي . ختم- عطاالله _ اکرم