کابل/ د مرغومي ٢١مه/ باختر
په بلخ کې شپږ کلي پرون د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
د ځانګړو عملياتو قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوځيانو په ګډو عملياتو کې چې د دغه ولايت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د غندال کلان، غندال خورد، خواجه غولک، د مولانا ښارګوټي، تره خېل او د صوفيانو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
هغه زياته کړه چې په عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل، دوه موټرسايکلونه او د دښمن اووه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول.
ختم- سعيده -اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ