فرهنګ

دهرات د ښځو دپرمختګ مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

کابل باختر د ثور اتلسمه :
   دامروزمن مستندفلم چې په تيرو لسو کلونوکې په هرات کې  دښځو دپرمختګ ښکارندوي دى نن نندارې ته وړاندې شو .
  دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس اريار نوفيان په دغو مراسموکې په تيرو لسو کلونوکې دښځو برياليتوبونه ښه وبلل او دامروزمن دمستند فلم دجوړولو ارزښت ته په اشارې سره يې وويل دغه فلم دښځوکلي حالت انځور کړى دى
رنوفيان دښځو په حالت دجګړې ، بي وزلي او له تاوتريخوالي سيوري  هغه مهم عامل په توګه چې دښځو هويت يې په تيرو دريو لسيزو په تيره بيا د طالبانو په توره دوره کې لوټ کړى  يادونه وکړه او وي ويل  ښځې سره له دې چې په تيرو دورو کې له زده کړې  څخه بي برخې  پاتې دي خو دوى کولاي شول  خپل حقوق بيرته ترلاسه کړي .
داطلاعاتو او فرهنګ  رييس  دمستندو فلمونو دجوړولو دبهير په ملاتړ باندې په ټينګار سره وويل امروزمن په هيواد کې دښځو دژوندانه دحالت يوبل روايت دى .
  دامروزمن  دفلم  جوړونکي حامد نوريان دباختراژانس خبريال ته وويل ده هلې ځلې کړي دي چې په دغه فلم کې  په ټولنيزو ، فرهنګي او اقتصادي برخوکې دښځو پرمختګونه  منعکس کړي حامدنوريان په تيرو لسوکلونوکې څه ناڅه لس هنري او مستند فلمونه جوړ کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته