سیاستخبرونهټولنهTOP

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال زلزله ځپلیو او راستنو شویو هېوادوالو ته د مرستې رسولو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې وستایلي

کابل، د وري ۱۴مه، باختر 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ناوخته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړې استازي له مرستیال اندریکا راتوته سره وکتل.

اندریکا راتوته په دغه کتنه کې له افغانانو په ځانګړي ډول د هرات زلزله ځپليو او له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د اسلامي امارت د همکاریو د مننې ترڅنګ د سراسري امنیت، د نشه یي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او استعمال او د اداري فساد د مخنیوي هرکلی وکړ.

هغه همدارنګه وویل چې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې به دوام ولري او د اسلامي امارت مسوولینو څخه یې غوښتنه  وکړه، چې مستحقو افغانانو ته د دې مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

آندریکا راتوته څرګنده کړه، چې د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د کډوالو ایستل د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف دي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دغه کتنه کې له افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د همکاریو قدرداني وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو را اېستلو لړۍ د ټولو نورمونو خلاف ترسره کېږي او د اسلامي امارت مسوولین مستحقینو ته د بشري مرستو رسولو په پروسه کې له نړۍ والو سازمانونو او مرسته کوونکو سازمانونو سره همکار دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته