ورزش

دمعلولينو دکرکټ سيالۍ دوام مومي.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢١
دمعلولينو دکرکټ دانتخاباتي سياليو په دوام نن دسپين غر او بست ټيمونه او دآمو د بند امير ټيمونه لوبې کوي .
دکرکټ بورد وياند فريد هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دمعلولينو دکرکټ سيالۍ پرون له پنځو زونونو څخه دپنځو ټيمونو ترمنځ دالکوزي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي .
په پرونيو لوبو کې دمس عينک ټيم د آمو پرټيم بريالى شو او دسپين غر ټيم د امير بند ټيم ته ماتې ورکړه.
دهوتک دڅرګندونو له مخې : دغه سيالۍ شپږ ورځې دوام مومي او په پاى کې دمعلولينو دکرکټ ملي ټيم ته غوره څيرې انتخابيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته