روغتیا

دعامې روغتيا وزير په کندز کې ټپيانو ته دپاملرنې په خاطر ددغه ولايت په روغتون کې د ډاکترانو دخونديتوب غوښتنه وکړه .

-کابل باختر دتلي پنځلسمه :
دعامې روغتيا وزير په کندز ولايت کې  د ډاکترانو ، روغتيا يي کارکوونکو او ټپيانو دحالت له امله انديښنه څرګنده کړه .
  ډاکتر فيروز الدين فيروز چې نن يې دباختراژانس له خبريال سره  خبرې کولې په کندز روغتون کې د ډاکترانو او دنورو روغتيايي کارکوونکو خونديتوب او مصوونيت غوښتنه وکړه او ويې ويل چې بايد په  نښتو کې  ښکيل لوري  په تيره بيا د دولت  وسله وال مخالفين دروغتيايي کارکوونکو او ډاکترانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي  او پريږدي  چې هغوى  په خوندي فضا کې  دجګړې  دټپيانو  په علاج او درملنې  لاس پورې کړي .
  ډاکتر فيروز الدين فيروز په داسې حال کې چې په کندز کې  دجګړې دټپيانو او په کندز روغتون کې د ډاکترانو  دنه مصوونيت  له امله  انديښنه څرګنده کړه  وي ويل چې دعامې روغتيا وزارت  روغتيايي ډلې  له اړتيا وړ درملو سره برابرې کړي دي  چې  دشرايطو په مساعد  والي سره کندز ښار ته وليږدوي چې دکندزي  ټپيانو علاج او درملنې ته  لازمه پاملرنه وشي .
  دعامې روغتيا وزير وويل چې اړو او ټپي  کندزيانو ته  ددغه ولايت دروغتون  د ډاکترانو او  دنورو روغتيايي کارکوونکو خدمتونه هيڅکله نه هيريږي  او ددغه وزارت مشرتوب  دهغو کسانو خدمتونو ته  دقدر په سترګه ګوري  چې په سختو شرايطو کې  داړو کسانو په علاج او درملنې  لاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته