اعلامیه

پر دوکتور محمدعاطف د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

٤٣- کابل /د سلواغې ١٤مه /باختر
د هیواد دښمنانو د خپلو جنایتونو او هدفي وژنو په دوام، نن د افغانستان د جمعیت اصلاح مرکزي شورا ريیس دوکتور محمدعاطف په کابل ښار کې، په تروریستي برید کې شهید کړ.
د جمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور ريیس غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، پر عالم، متنفذ او بل هر افغان برید د افغانستان په عزت او روښانه راتلونکي برید دی او عاملین یې د خدای تعالی او ولس پر وړاندې مسوول او مختورن دي.
د طالبانو ډله باید دا درک کړي چې د تاوتریخوالي، ترور او وحشت له لارې نه د خپلو بادارانو شومو موخو ته رسېدلی شي، نه د جنایتونو له مسوولیت څخه خپلې اوږې سپکولی شي او نه هم دیني عالمانو د ترهګرۍ ضد اسلامي او ملي دریځ څخه اړولی شي.
د هیواد جمهورريیس د شهید دوکتور محمدعاطف او د وروستیو تروریستي پېښو د ټولو شهیدانو کورنیو، د افغانستان د جمعیت اصلاح مشرتابه، علماو، روحانیونو او ټولو هیوادوالو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته