ټولنه

په کندز کې نهه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
په کندز ولايت کې نهه ټولګټې پروژې  دالمان دجنرال قونسل له خوا ددغه ولايت والي ته وسپارلې شوې .
په دغو پروژو کې دچاردرې  او علي اباد په ولسواليوکې دڅلورو  ښوونځيو جوړول ،  دقلعه ذال په ولسوالۍ کې ددارالمعلمين  ديوې الحاقيې  ، دروږدوکسانو ددرملنې لپاره ديوه پنځوس  بستريز روغتون او له يوه تفريحي  پارک سره دوزلوبې  د يوه ډګر جوړول شامل دي .
دغه پروژې  چې دالمان ددولت له خوا ددرې اعشاريه يو مليون ډالرو په لګښت جوړې شوې دي .  ديوې غونډې په ترڅ کې دکندز والي ته  وسپارلې شوې .
دکندز والي دخبرو په ترڅ کې وويل  چې  دجرمني خلکو  په تيرو ديارلسو کلونوکې  دافغانستان له خلکو سره  اوږه په اوږه په ملکي او نظامي برخو کې  کار کړى دى  او زموږ  دهيواد  په تيره بيا  په کندز ولايت کې  په اقتصادي وده کې يې  ستر رول لوبولي دي .
  دالمان جنرال قونسل وويل  پوځي پړاو  پاى ته ورسيد  خو المان  په ملکي  برخو کې  دافغانستان دخلکو  تر څنګ ولاړ دى لکه څنګه چې  کال په کال  په ملکي برخو کې  له افغانستان سره  دڅلور سوه  ديرشو مليونو يورو  مرسته کيږي  او دغه مرستې  دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته