
کابل باختر د زمري اوومه :
پنځلس تنه وسله وال طالبان پرون په روزګان ولايت کې ووژل شول .
دځانګړو عملياتو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د روزګان ولايت د ترينکوټ ښار د درويشانو او د شجاعي په کلي کې د دغې قول اردو د ځانګړي قطعې د منسوبينو په عملياتو کې ووژل شول .
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې ددښمن دوه توغندي ويشتونکي، يوه تومانچه، يو دوربين او څلور ډول ډول مخابرې ترلاسه شوې او د هغوى اته بايفور موټرونه، اته موټرسايکلونه، شل کيلوګرامه نشه يي توکي او دمهماتو يوه ډيپو له منځه تللي دي.
ختم_ ج _ اکرم