فرهنګ

يوشمېر هنرمندان وستايل شول

کابل / د لړم ٢١مه / باختر : 
يوشمېر خطاطان او انځورگران دننګرهار ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياست له  خوا وستايل شول .
دغه هنرمندان  دهېواد په د دريو زونونو دواليانو په کنفرانس کې چې دننګرهارولايت په مرکز جلال اباد ښارکې  جوړ شوى و  وړتيا ښودلې وه.
دننګرهار داطلاعاتو اوفرهنګ رييس رحيم الله خوږياڼي له دغو خطاطانو او انځور ګرانو سره په کتنه کې  دفرهنګ او هنر په برخو کې  ددوى دکارونو قدردانې وکړه
په پاى کې  دننګرهار داطلاعاتو اوفرهنګ درييس او ددغه رياست داطلاعاتو دامر شيرشاه همدرد له خوا دغو هنرمندانو ته ستاين  ليکونه ورکړل شول .
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته