امنیت

پنځلس طالبان په بلخ کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
پنځلس وسله وال طالبان نن په بلخ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان د بلخ د کلدار ولسوالۍ په توزلاق ساحه کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه: په دغه هوايي بريد کې ۶ نور وسله وال طالبان ټپيان او څو وسلې او مهمات یې له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا