اقتصاد

تبصره:

کابل باختر دزمري اته ويشتمه :
دکارګرانو وژنه او په هيوادکې په اقتصادي پروژو ګوزار په سيمه کې د هغو استخباراتي پروګرامونو يوه برخه ده چې دخلکو د اقتصاد او روحيې دکمزوري کولو په مقصد ترسره کيږي چې طالبان د دغو مقصدونو دترسره کولو لپاره وسيله او عامل دى .
دباخترآژانس مبصر ليکي: په دې وروستيو وختوکې ديوه ساختماني شرکت نهه تنه کارګران چې هيواد په حلقوي واټ کې د يوه پله په جوړولو بوخت وو؛ د وسله والو طالبانو له خوا د هرات ولايت په کرخ ولسوالۍ کې شهيدان شول .
په کارګرانو د دوى په خيمه کې بريد وشو چې د هغه حلقوي سړک يوه برخه بلل کيږي چې دهيواد مهم ترانزيتي واټ له همدې سيمې څخه تيريږي. حلقوي واټ چې د هيواد ټول ولايتونه له يوبل سره نښلوي؛ يوه مهمه اقتصادي پروژه ده چې دجوړولو دکار زياته فيصدي يې پاى ته رسيدلې ده، خو دغه پروژه د بادغيس او هرات د ولايتونو په ځينو برخوکې له زياتو ستونزوسره چې زياتره بهرني ورانکار عوامل لري؛ مخامخه ده .
په دې کې دشک ځاى نشته چې وروستۍ پيښه  په همدې لاره کې حرکت دى .
دکارګرانو وژل اوپه اقتصادي تاسيساتو بريد او د اقتصادي پروګرامونو سبوتاژ په افغانستان کې د جګړې دچلوونکو اصلي هدف دى چې له بده مرغه له طالبانو څخه د دغه افغاني ضد پروګرام د ترسره کولو لپاره د پرديو له خوا د وسيلې او عامل په توګه استفاده کيږي .
طالبان په اقتصادي هدفونو په بريد او د ګارګرانو په وژلوکې ترخه سابقه لري .
دکرخ له پيښې څخه څو ورځې مخکې، څو تنه  افغان کارګران دکابل _ قندهار په لويه لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول. دغه راز دغې ډلې د روژې په مبارکه مياشت کې دلوګر ولايت څوتنه اوسيدونکي چې په دغه ولايت کې يې يوې بهرنى موسسې ته کارکاوه، په ښکاره د يوې بهرني موسسې لپاره د کارکولو په جرم ووژل او په دې ترتيب څو نورو کورنيو خپل سرپرستان او ډوډۍ راوړونکي له لاسه  ورکړل .
دغه راز دغې ډلې څوکاله مخکې ديو مسافر وړونکي موټر سپرلۍ چې ټولې يې دلغمان ولايت اوسيدونکي وې او دکار لپاره ايران ته روان وو، دقندهار ولايت په مربوطاتوکې له موټر څخه کوز کړل اوله يوې مخې يې ووژل .
له کندز، بدخشان ، کونړ او د ننګرهار ولايتونه هم د ورته پيښو ډګر دى چې په هغو کې کارګران په قصدي او عمدي ډول د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره وژل شوي دي .
دغه راز  هغه مرګانې  بريدونه چې په تيرو کلونوکې په کابل ښارکې د سيټي سنټر په ودانۍ وشول؛ دکونړ او نورستان په ځنګلونوکې اور اچول، په هرات او بادغيس کې دميوه لرونکو ونو په تيره بيا د پستې د ونو غوڅول، په هيوادکې د اوبو او د بريښنا د بندونو د جوړولو دکار مخنيوى، مخابراتي آنتونونو ته اور اچول او د کانونو د رايستلو د پروګرامونوسبوتاژ دپرديو استخباراتي سازمانونو دمغرضانه او هدفمندو هلوځلو يوه برخه ده چې دافغانستان  داقتصاددکمزوري کولو او ددغه هيواددخلکود روحيې دکمزوري کولو لپاره طرحه کيږي او طالبان چې ځان مسلمان او افغان بولي؛ په دغه افغاني ضدهلوځلوکې د وسيلې په توګه کارول کيږي. په آګاهانه او يا نا آګاهانه ډول تيشه د خپل هيواد په ريشه  وهي. د دې هيواد شتمنۍ له منځه وړي او د هغو کسانو د خوشحالۍ سببونه برابروي چې د دې هيواد دهر وګړي د وژنې او بربادۍ هيله لري اودخپل ژوندانه دوام دافغانستان  په له منځه تللو او بربادۍ کې ويني .
ښه به وي چې طالبان  هغه کسان چې ځان افغانان او مسلمانان بولي؛ هوښيار شي. د خير او شر تميز وکړي او په دې ټکي پوه شي چې څوک دڅه لپاره وژني؟ دوى بايد په دې پوه شي چې په خپل هيوادکې د پرديو د هدفونو لپاره وسيله  دي او خپل ځان  او هيواد له منځه وړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته