ټولنه

په پنجشير کې شپږ کيلومتره سړک بيا رغول کيږي .

کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
په پنجشير ولايت کې  دشپږوکيلومتروپه اوږدوالي  دعمومي سړک  دبيا جوړولو کار  نن پيل شو .
دغه سړک  دپنجشير ولايت  دفوايد عامې دادارې له خوا دبازارک له ښار څخه  دپريان تر ولسوالۍ پورې بيا جوړيږي .
دپنجشير ولايت  دفوايد عامې دادارې  رييس حشمت الله  حکيمي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ددغه سړک په بيا جوړولو او پخولو سربيره  ددغه سړک  په تګلوري کې  پنځه پلګوټي هم  جوړيږي .
ددغه سړک  دبيا جوړولو لګښت  يو مليون افغانۍ کيږي  او ټاکل شوې ده  په يوه مياشت کې  بشپړ شي .
  موټر چلوونکو ددغه سړک  دبيا رغونې له امله  دفوايد عامې له ادارې څخه  خوښي  څرګنده کړه او وايي  چې ددغه سړک  بيا جوړول کولي شي  دترافيکي پيښو  مخه ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته