امنیت

په هرات ولايت کې دطالبانو پيژندل شوي قوماندان ووژل شو

کابل باختردتلې دمياشتې ١٨ :
دطالبانو يو پيژندل شوي  قوماندان تيره شپه له دريو تنو ملګرو سره يې دهرات ولايت په شينډنډولسوالۍ کې ووژل شو.
دغه کسان له سرحدي پوليسو سره دشينډنډ ولسوالۍ په کلاته نظر سيمه  کې ووژل شول او دهغوي پنځه تنه  نور ملګري ټپيان شول.
امنيتي مقاتو ددغه خبر په تائيدولو سره وويل :  چې دغه  نښته دتيرې شپې  په يوولسو بجو  دپوليسو په پوستو دطالبانو له بريد وروسته پيل شوه.
دغه جګړه چي يو ساعت يي دوام وکړ ديوسيمه قوماندان لعل محمد په ګډون  دري تنه طالبان  هم ووژل شول اوپنځه تنه نوريې ټپيان شول.
ويل کيږي چي په دې نښته کې دوه تنه سرحدي پوليسان هم  ټپيان شوي دي  چې دهغوي روغتيايي حالت ښه دي.
دپوليسو دڅلورم زون ويندوى احسان الحق باخترآژانس ته وويل :  دطالبانو دمشهور قوماندان ملا لعل محمد مړى دجګړې په ډګرکي پاتي دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته