ټولنه

په هېوادکې په وحدت او پيوستون د هراتيانو ټينګار

هرات باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٠ :
د هرات ولايت فرهنګيانو او خلکو له (کابل بهير) څخه د ملاتړ په ترڅ کې خلک يې پيوستون او د يو بل منلو ته را وبلل.
يوشمېرفرهنګيانو او د مدني ټولنې فعالانو نن د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالارکې غونډه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان نننۍ ډيره مهمه اړتيا  يو والى او پيوستون دى .
په دې غونډه کې چې د هرات د والي محمد آصف رحيمي او يوشمېر مقاماتو په
ګډون جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس آريا رووفيان په هېوادکې روانو مسئلو ته د فرهنګي ټولنې آکاهانه غبرګون د دغه  قشر د فکري او سياسي بلوغ ښکاروندى وباله او ويې ويل: يوشمېر ځوانان او فرهنګيان راټول شوي دي چې د هېواد د مهمو پيښو او د کابل بهير په باب نظر څرګند کړي.
د هرات والي هم له هراته نيولې تر کابله او تهرانه پورې د وروستيو پيښو د شهيدانو روح ته دعا وکړه او ويې ويل: اوس ټولو ته ثابته شوه چې تروريزم پوله نه پيژني او تروريستان بېګناه خلک په واټونوکې وژني .
د هرات والي څرګنده کړه: د هرات، کابل او تهران تروريستي پيښـو وښودله چې د نړۍ هيڅ  ګوټ امن نه دى  .
د هرات د والي  په باور: د کابل بهير غونډه د افغانستان د دولت له مهمو پروګرامونو څخه وه چې له نړيوال ملاتړ سره مخامخه شوه.
په دې غونډه کې د هرات فرهنګيانو د يوه پريکړه ليک په صادرولوسره وروستۍ  تروريستي پيښې او په تېره بيا د هرات ښار ستر جومات ته څېرمه چاودنه  وغندله او له کابل  بهيرسره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته