امنیت

په دايکندى ولايت کې تيره شپه يو تن غير مسوول وسله وال له امنيتي ځواکونو سره په جګړه ووژل شو.

نيلى –باختر دمرغومې ديارلسمه :
په دايکندى ولايت کې تيره شپه يو تن غير مسوول وسله وال له امنيتي ځواکونو سره په جګړه ووژل شو.
ددايکندى ولايت دسنګ تخت ولسوال شيرجان محمدى له باختر آژانس په تيلفوني اړيکه کې وويل : دعصمت په سرګروپۍ دغه غير مسول وسله وال کسان  د سنګ تخت ولسوالۍ په سياه خرک سيمه کې پرون دپوليسو له امنيتي ځواکونو سره ونښتل چې له امله يې يو تن ووژل شو.
خبرځاى زياته کړه: دغه راز په دې جګړه کې يوه تومانچه يوه مخابره او يو دوربين دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ويل :کيږي په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته