سیاست

دمبارکۍ پيغام

کابل باختردچنګاښ شپاړلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دبهرنيو چارو دوزير  ضرار احمد عثماني له خوا دکاناډا  دبهرنيو  چارو دوزير جان بيرد په نامه ددغه هيواد دملي ورځې په مناسبت دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ   په پيغام کې ويل شوي دي  دکاناډا  دملي ورځې په مناسبت دډيرو ښو مبارکيو مراتب تاسو او دکاناډا خلکو ته څرګندوم  دافغانستان له خلکو سره دکاناډا دحکومت  مرستې او دافغان امنيتي ځواکونو په روزنيزو پروګرامونو کې ددغه هيواد کارنده ونډه په افغانستان کې دثبات او امنيت دټينګښت  لپاره لوړ ارزښت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته