سیاست

حامدکرزي په کابل کې تروريستي بريد په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده

کابل باختر دوري  يو ديرشمه :
دافغانستان پخوانى جمهور رييس حامدکرزى په کابل کې نننۍ تروريستي بريد چې له امله يې زموږ يوزيات شمير هيوادوال په وينو او خاورو لت پت او ولړل شول په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده او دافغانستان دسولې او ارامې ددښمنانو دغه ناځوانمردانه او نه بخښوونکى عمل يې دټولو انساني او اسلامي اصولو او موازينو پرخلاف وباله .
حامدکرزي ددغې زړه بوږ نوونکي پيښې له قربانيانو سره دغمشريکي دڅرګندولو  په ترڅ کې دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت پاتي کسانو ته دجميل صبر او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله وکړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته