امنیت

د دښمن د چاوديدونکو توکو اومهماتو ډيپو د امنيتي مسوولينو لاس ته ورغى

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو د لوګر ولايت په مربوطاتوکې پنځه زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي وسلې او مهمات ترلاسه کړل.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې پنځه زره کيلوګرامه پوتاشيم کلورايدډوله چاوديدونکي توکي چې په  مهارت سره په سلو پنځوس کيلويي بوريوکې ځاى پرځاى شوي و او د موټر بمونو، ځانمرګو واسکټونو او د بوشکه يي ماينونو د جوړولو او د ډار اچوونکوفعاليتونو او د چاودنو د ترسره کولو په مقصد دتروريستي ډلو له خوا له پاکستان څخه  د لوګر ولايت ته ليږدول شوي او د نيازيو د پوزې په سيمه کې ځاى پرځاى او دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د راتلوونکو انتخاباتودبهير دګډوډولو په خاطر ډار اچوونکو ډلو ته  د هغو دليږدونې نيت درلود؛ کشف او ترلاسه کړي دي. ديوبل خبر له مخې: دملي امنيت د لوى رياست موظفينو د لوګر ولايت په مربوطاتوکې د جلا جلا عملياتو په بهيرکې د بي ام _١٦ توغندي د توغولو د دستګاه، د توغندي يوه شارت کوونکي دستګاه، درې توغندي ويشتونکي، يوه پيکا، يوسل ډزې، د ريموټ کنترول شپږ تختي، د الوتکې د توغندي يو ماين، د منځني هاوان شپيته ماينونه ، د منځني هاوان نوولس بکسې سرګلولې، د دوه اتيا ملي متري توپ لس ګولۍ، د پنځه اويا ملي متري توپ دولس ګولۍ، د آر پي جي توغندي اووه ماينونه ، دوه سوه څلويښت کلچې تروتيل ډوله صابوني چاوديدونکي توکي، د پرسونل ضد څلور ماينونه ، د ډول ډول وسلو په سلګونو ګولۍ، چاودونکي وسايل  او پوځي تجهيزات چې د ١٣٩٣کال  دانتخاباتو دبهير دګډوډولو او دډار اچوونکو او ورانکارفعاليتونو دترسره کولو په مقصد دوسله والوطالبانو  دډلې له خوادلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د دوشنبې او کلنګار د کليو او د بره کي برک ولسوالۍ  په مربوطاتوکې پټ کړى شوي  و، کشف  او ترلاسه کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته