امنیت

پوځيانو د دهراوود ولسوالۍ د سقوط آوازې ردې کړې

کابل/ د لیندۍ۲٦مه/ باختر
د هېواد په جنوب کې پوځي مقاماتو د وسله والو طالبانو له خوا د روزګان د دهراوود ولسوالۍ د نيولو په اړه رپوټونه رد کړل او ويې ويل چې د يرغلګرو او د افغان ځواکونو ترمنځ د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې جګړې دوام لري.
يوشمېر رسنيو خبر ورکړ چې وسله والو طالبانو تېره شپه چې د يو پراخ بريد په ترڅ کې د دهراوود ولسوالۍ ونيوله او درې پوځي او امنيتي مقامات او ٢٠ سرتيري يې ووژل او مړي يې له ځانه سره يووړل.
خو د روزګان د والي وياند احمدشاه ساحل د طالبانو له لوري د دهراوود د نيولو ادعا رده کړه او ويې ويل چې کومکي ځواکونه دهراوود ته استول شوي دي او په دهراوود کې د مېشتو ځواکونو ترڅنګ له يرغلګروسره په جګړې بوخت دي.
هغه تائيد کړه چې پردهراوود ولسوالۍ د وسله والو طالبانو د تېرې شپې په بريد کې د يوې امنيتي پوستې قوماندان ولي محمد له خپلو ٤ سرتيرو سره شهيد او ٢ نور پوځيان ټپيان شول.
خو د روزګان د والي وياند وايي چې په دهراوود کې د نويو جګړو په بهيرکې ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
د هېواد په جنوب کې يوه جګپوړي پوځي مقام وايي چې کافي ځواکونه دهراوود ته استول شوي دي او له يرغلګرو سره يې جګړه پيل کړې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دهراوود ولسوالۍ په وروستيو دوو کلونو کې د افغان ځواکونو او د وسله والو طالبانو په ډلې پورې د تړلو يرغلګرو ترمنځ درې ځلې لاس په لاس شوې ده .
وسله والو طالبانو وروستى ځل يوه مياشت مخکې د دغې ولسوالۍ ځينې برخې ونيولې او څو ملکي او پوځي ودانۍ يې وسوځولې.
هغه تصويرونه چې د وسله والو طالبانو له دغه بريد څخه په ټولنيزو شبکو کې لاس په لاس شوي ښيي چې يرغلګرو د سيمې له خلکو سره د دهراوود د دارلمعلمين د وسايلو اومالونو په لوټولو بوخت دي چې دا کار د خلکو له سخت غبرګونو سره مخ شو.
پاى \ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته