ورزش

پوځيانو ديمګان ولسوالۍ له طالبانو څخه بيرته ونيوله.

کابل – باختر د جوزا دمياشتې ٣
دبدخشان ولايت  ديمګان ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له کنترول څخه ووته.
دبدخشان دوالي مرستيال ګل محمد بيدار   د  باختر آژانس خبريال ته   وويل:
دغه ولسوالۍ دهغو عملياتو په ترڅ کې چې پرون سهار پيل شول د دولت ترولګې لاندې راغله.
ده  زياته کړه دملي امنيت د شورا دپريکړې له مخې : ديمګان ولسوالۍ بايد ددوه اويا ساعتوپه  ترڅ بيرته  ونيول شي خو امنيتي ځواکونو وکولاى شول په  دولسو ساعتوکې دغه ولسوالۍ دوسله والو طالبان له شتون څخه  پاکه کړي.
بيدار وويل چې شپږ تنه وسله وال طالبان ددغو عملياتو په بهير کې ونيول شول
او دهغوى جنګې وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دبدخشان دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرسيد عبدالقدير صياد وايي په دغو
عملياتو کې ديمګان په  بيرته نيولو کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او
دهغوى ځينې مړي جګړې په  سيمه کې  پاتې دي .
د ده دڅرګندونو له مخې :  امنيتي ځواکونه هڅه کوي  ترڅو خپل عمليات پراخ کړي او د جرم_  يمګان هغه موصلاتي لارې  چې  طالبان پکې  شتون لري خلاصې کړي .
ده دغه راز وويل :  دجرم ولسوالۍ  دخستک له کلي څخه دجنګي اسيرانو دآزادولو په  خاطرهلې ځلې هم دوام لري.
ده ديمګان  دولسوالۍ دسقوط علت په دغې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو
بى پروايي وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته