ټولنه

دتورخم او سپين بولدک لارې پرانيستل شوې .

کابل باختر د کب ديرشمه :
پاکستاني مقاماتو له څه ناڅه يوې مياشتې وروسته  دافغانستان او پاکستان ترمنځ  دلارو دپرانيستلو لارښوونه کړې ده .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې :  پاکستاني مقاماتو په دغه هېواد کې دلعل شهباز قلندر  په زيارت له ځانمرګي بريد وروسته چې له امله يې څه ناڅه اويا تنه ووژل شول او دوه سوه پنځوس تنه ټپيان شول . پاکستان  له افغانستان سره لارې وتړلې .
دپاکستان دمقاماتو سياسي اټکلونه داسې و  چې ددغه شان کار په ترسره کولو سره کولى شي  دافغانستان په دولت فشار زيات کړي . او دپخوا په شان  دتجارتي لارو په تړلو سره کولى شي  خپلو سياسي هدفونو ته رسيږي .
  خودغه تصميم  دهغو اټکلونو پرخلاف و ، سره له دې چې  ددغو بندرونو له لارې تجارتي مالونه افغانستان ته وارد نه شول  خوبازارونو دغه راز خپل ثبات وساته .
ددغه  تصميم  منفي اغيزې زياتره پاکستاني سوداګر  زيانمن کړ . په هرصورت .افغانستان  له پيل څخه  تراوسه پورې  هلې ځلې وکړې  چې سيمه ئيزې مسئلې  دموجودو واقعيتونو په درک کولو سره  په سياسي خرد سره  حل کړي . او تل يې  ټينګار کړى دى چې ډار اچوونکي ښه اوبد ، دوست اودښمن نه لري .
په ډار اچوونکو رحم  دانسانيت په دښمنانو رحم دى . له دې امله دسيمې موجود حالت ته په پاملرنې سره  که چيرې پاکستان غواړي د ډار اچوونکو پرخلاف  جګړه کې  صادق وي  ښه ده  چې دهغوى  پټنځايونو ته په پاکستان کې پاملرنه وکړي . نه داچې په خپل ګاوڼدي  هېواد کې له ډار اچوونکو سره جنګيږي . او تورلګوي  .په هر صورت  دتورخم او سپين بولدک دلارو په پرانيستلو سره  ددواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړيکې  ښه کيږي .
په هر اندازه چې دهېوادونو ترمنځ  تجارتي اړيکې  پياوړې شي  په هماغه  اندازه دهېوادونو خلک له يوبل سره  نږدي کيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته