سیاست

د بهرنيو چارو وزير داروپا دامنيت او همکارۍ سازمان له رئيس سره وکتل

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه  :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  داروپا  دامنيت اوهمکارۍ سازمان دبهرنيو چارو دوزيرانو  دغونډې ترڅنګ داروپا دامنيت اوهمکارۍ سازمان له رئيس توماس ګرمينګر سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
دبهرنيو چارو وزير  دافغان امنيتي ځواکونو دظرفيتونو دلوړولو لپاره  داروپا دامنيت او همکارۍ سازمان دملاتړ له امله  په قدردانۍ سره  ددغه ملاتړ  دزياتوالي غوښتنه وکړه.
رباني  په راتلوونګي کال کې دملي شورا دانتخاباتو ترسره کول  ارزښتناک وبلل  اوپه دغه بهير يې  داروپايي سازمانونو څارنه  مهمه وبلله.
دغه راز  توماس ګرمينګر وويل  هلې ځلې به وکړي چې  داروپا دامنيت او همکارۍ سازمان  دهمکار غړي په توګه  له افغانستان سره اړيکې پراخې شي.
دواړو لورو له نشه يي توکو سره دمبارزې  او دهغه د جرړو دايستلو او دتاجکستان ، قرغزستان او روسيې په  هيوادونو کې داروپا   دامنيت اوهمکارۍ سازمان په روزنيزو بنسټونو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دامنيتي
ځواکونو د روزنيزو پروګرامونو ددوام په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته