(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

پنځه افغان لوبغاړي په اسیايي المپیکي سیالیو کې د لوبېدو په موخه چین ته روان شول

کابل، د وږي ۲۸ مه، باختر

 د هېواد د اتلتیک، بکسینګ، کورش، وزن پورته کولو او پهلوانۍ ملي فدراسیونونو ملي لوبډلو او ورسره مل پلاوي د چین په کوربتوب په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر وکړ.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د چین هېواد په کوربتوب اسیایي المپیکي سیالۍ مهمې او با ارزښته بللې او ورزشکارانو ته یې په دغو سیالیو کې د بریا هيله څرګنده کړې.

نوموړي له ورزشکارانو څخه غوښتي چې د سیالیو پر مهال خپل احساسات کنټرول کړي، خپلو دیني او اسلامي ارزښتونو ته پام وکړي او د خپلو مشرانو پوره اطاعت وکړي او له هغوی سره پوره همغږي ولري.

د چین هېواد په کوربتوب اسیایي المپیکي سیالۍ د دې هېواد په هانګ جو ښار کې کېږي، چې د ۴۵هېوادونو ورزشکاران پکې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې دغه سیالۍ به د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۳مه ڼېته پیل شي، چې له افغانستان څخه د ورزش ادارې د پلاوي په شمول د ۱۷ورزشي رشتو تر سلو زیات ورزشکاران په کې ګډون کوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا