داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين پرون د جاپان د فرهنګ ، پوهنې ، لوړو زده کړو او معلوماتي تکنالوژۍ له وزيرناکا ګاوا سره وکتل .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معينيت سرپرست عمر سلطان د باميانو دوالي حبيبي سرابي او په جاپان کې د افغانستان داسلامي جمهوريت سفير ډا کتر سيد محمد امين فاطمي هم حاضر و ډاکتر رهين دافغانستان دبيا رغاونې په بهير کې دجاپان له هراړخيزو مرستو او همکاريو له امله قدر داني او مننه وکړه .
دهيواد داطلاعاتو او فرهنګ وزير اوملګري هيئت يې دباميانو په نړيوال سمپوزيم کې دګډون په مقصد چې دجاپان د فرهنګي ميراثونو د ملي مرکز له خوا د توکيو په ښار کې جوړ شوى دى ، جاپان ته سفر کړي دي .