کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
د کونړ سوله غوښتونکي کاروان پرون د کابل په لور په پلي ډول روان شو .
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د دغه کاروان يوشمېر غړو وويل چې د دوى هدف د هلمند له سوله غوښتوونکي يون څخه چې کابل ته راغلي دى؛ ملاتړ دى .
مخکې له دې له پاکستان څخه دهېواد يوشمېر مهاجرو ځوانانو هم کابل ته راغلي دي او ويلي دي چې د دوى هدف د سولې د پيغام رسول دي .
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ملګروملتو د سازمان ددفتر په وړاندې د هلمندي سوله غوښتوونکو کاروان د غړو د راټوليدو په دويمه ورځ په هېوادکې د سولې د ټينګښت لپاره د دغه سازمان ځواب قانع کوونکى نه بولي او په خپلو سوله غوښتوونکو اقداماتو ټينګار کوي .
ختم _ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل