امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په ځانګړو ګډو عملياتو کې  څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکر :په دغو عملياتو کې چې د ډار چوونکو دځپلو  په موخه پرون دقيصار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  څوکلي دتروريستانو له شتون څخه پاک شول او په مولوي نور الله او طاهر پهلوان  په نومونو ددوو تنو  تروريستو قوماندانانو په ګډون څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
وژل شوي قوماندانان د ډار اچوونکو طالبانو له مهموکسانو څخه وو چې دقيصار ولسوالۍ د زياترو ساحو په ناامن کولو کې يې کارنده رول درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته