امنیت

په فراه کې د اتو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۵مه
په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو او پټنځيو د هېواد د هوايي قواوو په بريدونوکې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو د مطبوعاتي دفتر يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې دغه عمليات په شيب کوه ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوې مهمې   قرارګاه باندې ترسره شوي دي.
ده وويل چې د دغو بريدونو له امله اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول او د دښمن څو جنګي وسايل چې په دغې قرارګاه  کې ساتل کېدل، هم له منځه تللي دي.
د فراه د پوليسو وياند محب الله محب د دغو عملياتو په تاييدولو سره وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو د ځپلو لپاره هوايي عمليات زيات شوي دي.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته