ټولنه

په قابل باى کې دبريښنا ددوو ستنو دبيا رغونې کار پيل شو.

کابل باختر دمرغومي  شپږ ويشتمه :
  بريښنا شرکت نن دکابل ښار دقابل باى په ساحه کې دبريښنا ددوو ستنودبيا رغونې  کار پيل کړ
دغه دوه ستنې په هغه چاودنه کې  چې په دې وروستيو وختو کې دکابل ښار  دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې رامنځته شوه ويجاړې شوې .
دباختراژانس دخبر له مخې دبريښنا ددغو دوو ستنو دويجاړيدو  او په هغو تاوانونو سره چې په دې ساحه  کې دبريښنا  دوو برجونو ته رسيدلي دي دسيمې اوسيدونکو ته دبريښنا بهير ګډوډ شو.
اوس دبريښنا شرکت ادعاکړې ده چې دسيمې داوسيدونکو بريښنا يې په
لنډ مهال ډول له ګاونډي شبکې سره  تامين کړې ده .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته