ورزش

په تخار کې دډله ئيزې ځغاستې دسياليو ترسره کول

کابل باختر د وري پنځمه :
په هېوادکې ددايمي  سولې له بهير سره دملاتړ په مقصد  ورزش دټولو لپاره تر عنوان لاندې نن دسلو تنو تخاريانو ترمنځ ډله ئيزه ځغاسته وشوه
دغه پروګرام دورزش  دمينه والو ، ددولتي ادارو درييسانو ، مدني ټولنې او دمطبوعاتو دکورنۍ په شتون دتالقانوپه ښار کې ترسره شو
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې،  هغو برخه والو ته چې له لومړي دريځ  څخه تر لسم دريځ پورې شول  درې باسيکلونه او اووه جوړې  سپورتي جامې هم ورګړى شول.
دتخار ولايت ورزشي ادارې دبدني روزنې دلوى رياست او دهېواد دالمپيک  دملي کميټې  له ملاتړ څخه قدرداني وکړه اوله ورزش سره دملاتړ اودهغه دپراخ  بنسټه کولو لپاره يې ژمنه وکړه .  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته