امنیت

د دوو ماشومانو په ګډون څلورتنه ملکي وګړي دپاکستان ځواکونو دتوغنديو دلګيدوله امله ټپيان شول

کابل –باختر دتلې ١٠
د افغانستان په سرحدي سيموکې دپاکستان پوځيانو راکټي بريدونه دوام لري او په تيرو ٢٤ ساعتوکې دکونړ په ولايت ٥٣ توغندي لګيدلى دى چې له امله يې د دووماشومانو په ګډون څلورتنه ملکي وکړي ټپيان شول.
دشمشماد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: پاکستاني پوځيانو ٥٣ توغندي ددغه ولايت د دانګام ولسوال په کليوکې وتوغول چې له امله يې د دووتنو ماشومانو په ګډون څلور تنه ټپيان شول او اووڅاروې له منځه تللي دي.
دهيواد سرحدي سيمې دننګرهارکونړ او نورستان ولايتونه له څه مودې را په دې خوا دپاکستاني ځواکونو له خوا تر راکټي بريدونو دي او دپيلوماتيکي هلوځلو ونه کړى شول دغه سونزه حل کړي .
داپه داسې حال کې ده چې پاکستان دافغانستان د وسله والو مخالفينو دکوربه بلل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته