امنیت

دوه سوه اوولس تنه مخالفين وژل شوي دي

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د هيوادپه ځينو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢١٧ تنه تروريستان وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د کاپيسا ولايت د تګاب  او اله ساى، د ميدان وردکو ولايت د سيد آباد، د غزني ولايت دمقر، دلوګر ولايت د خروار، دقندهار ولايت دميوند او غورک، د روزګان ولايت د دهراوود، د زابل ولايت دشينکي، د هرات ولايت د شينډنډ، د فراه ولايت د بالابلوک، دفارياب ولايت دګرزيوان، دتخار ولايت د خواجه غار، د هلمند ولايت د موسى قلعه، ګرشک، کجکي او د سنګين او کندز ولايت د قلعه ذال  او چار درې د ولسواليو او د دغه ولايت دمرکز په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ٢١٧ تنه تروريست طالبان وژل شوي؛ ١٢٩ تنه تروريست طالبان ټپيان شوي او د دغې ډلې ٣ تنه قوماندانان نيول شوي دي.
دغه راز د دغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه وسله او د درندو وسلو مهمات ترلاسه شوي او د وسايطو ضد ٢٨ ماينونه هم کشف او شنډکړى شوي دي .
ديوبل خبر له مخې:
د ملي اردو ١٩تنه سرتيري د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماينونو د چاودنو او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته