امنیت

دهوايي بريدونوله امله اووه پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د لړم دويمه :
دکندز  ، فارياب ، بغلان او دسرپل  په ولايتونوکې  دامنيتي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله اووه پنځوس تنه ډار اچوونکي   ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ويلي دي .
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دکندز ولايت په مرکز پورې اړوند دحضرت سلطان  په چوچه کلته  تاى  کلي کې دامنيتي ځواکونو دهوايي بريدونو له امله دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان په ګډون اتلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
په همدې حال کې دفارياب ولايت دخوجه سبز پوش  ولسوالۍ د شيخي کلي په ساحه کې په هوايي بريد کې دميرک په نامه دوسله والو طالبانو دډلې ديو سرګروپ په ګډون ١٢ تنه ډار اچوونکي وژل شوي چې  مړي ددغه ولايت دشيرين تګاب ولسوالۍ دشوربازار کلي په کلينيک کې دي او ددغه ولايت دپشتونکوټ ولسوالۍ دشمال دتخته بازار په ساحه کې دهوايي بريد له امله څلور تنه  ډار اچوونکي ټپيان شوي دي او ددښمن يو ليږدونکي واسطه هم ويجاړ شوې ده .
دغه راز د نويد ١٩ دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  دبغلان ولايت دمرکزي بغلان  ولسوالۍ دذکر خيلو  ، شفيع خيلو ، حوګګ  او انګور باغ کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې دي  چې په دغو عملياتو کې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي او يوه  پيکا هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلې  ده او له ډار اچوونکو سره ددفاعي او امنيتي حواکونو  په نښته کې دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ قفلاتون کلي د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي او څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته