امنیت

په فاریاب کې یو سړی د تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو

-کابل / د سلواغې٢٤مه/ باختر
پولیسو او ملي امنیت نن د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست يو کارکوونکی په فاریاب کې د تښتوونکو له منګولو څخه آزاد کړ او پنځه تښتوونکي يې ونیول.
د فاریاب پولیسو ویاند کریم یورش باختر آژانس ته وویل چې ناپېژاندو وسله والو کسانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست دغه کارکوونکی درې ورځې مخکې له میمنې ښار څخه تښتولی و چې پولیسو د دغه ولایت د ملي امنیت د ځواکونو په همکارۍ، دغه سړی د پښتونکوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې له تښتوونکو څخه وژغوره او د پېښې په اړوند یې د یوې ښځې په ګدون ۵ تنه ونیول.
یورش زیاته کړه چې د کلیو د بیارغاونې او پراختیا رياست د دغه کارکوونکي د تښتولو علت، د پيسو ترلاسه کول وو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته