کابل باختر د وري يوولسمه :
په کاپيسا ولايت کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د خنجر-٢١ په نامه چاڼيزو عملياتوکې ٢٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٢٧ تنه نور يې ټپيان شول .
د٢٠١ سيلاب قول اردو د مطبوعاتو آمر ډګرمن شيرين آقا فقيري دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ګډ چاڼيز عمليات دکاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د دره افغانيه په مربوطاتوکې د دريمې پلې لوا په مشرۍ پيل شوي دي .
بايد وويل شي چې يو (آر پي جي) توغندى ويشتوونکى او يوه زياته اندازه ډول ډول مهمات هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
دغه راز د دغو عملياتوپه بهيرکې اوولس ماينونه چې د ورانکارو فعاليتونو په مقصد ښخ کړى شوي و؛ د انجنيرى ټيم له خوا کشف او وچول شول.
ده وويل: دغه عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل .
0 1 دقیقه لوستل