
کابل باختر دزمري اووه ويشتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت دپوځيانو د ډزو په بهير کې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل په يوه واټ کې ماين ښخ کړي دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوجګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوځيانو د ډزو له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده تاييده کړه چې په دغو طالبانو په واټ کې دماين دښخولو په وخت کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
ديوبل خبر له مخې : دنورستان ولايت په وانت وايګل ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو يوه ډيپو کشف شوه .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوجګپوړى قوماندان وايي چې په دې ډيپو کې څوسپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .