روغتیا

دعامې روغتياوزارت: دکرونا ويروس د روغو شويو ناروغانوشمېر ٢٣٧٣٩ تنو ته ورسېد .

 -کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
دعامې روغتيا وزارت  په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ويروس  د ١١٢مثبتو پېښو د ثبتولو خبرورکوي .
دباختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛  په دې ترتيب  په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٥٦١٥تنو ته  زيات شوى دى .
د ١١٢ مثبتو پېښو له جملې څخه  چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې ثبتې شوي دي، ٣٨ پېښې په بلخ،  ٢٣ پېښې په هرات،  ٢٠ پېښې په غور، ١٢ پېښې په پکتيکا، ٧ پېښې په پکتيا ، ٤ پېښې په بادغيس ، ٢ پېښې په قندهار، ٢ پېښې په نيمروز، ٢ پېښې په نورستان، او يوه يوه پېښه په ننګرهار او لغمان کې ثبته شوې ده .
دغه راز  په هېواد کې  په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کروناويروس  درې اخته کسان  مړه شوي دي.چې په دې سره  د کرونا ويروس له امله  د مړو شويو کسانوشمېر ١١٨٦ تنو ته زيات شوى دى.اود روغو شويو کسانوشمېر ٢٣٧٣٩تنو ته رسيدلى دى .
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته