سیاست

دپاکستان دصدراعظم سلاکار: هيله لرو چې له ٢٠١٤ کال وروسته ګاونډيانو د افغانستان په چاروکې لاسوهنه ونه کړي

اسلام اباد باختر دوږي  اووه ويشتمه :
  په بهرنيو او د ملي امنيت په چاروکې د پاکستان دصدراعظم سلاکار ويلي دي: هيواد به يې په مشروطه ډول دافغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي .
سرتاج عزيز وايي: که چيرې هند په افغانستان کې دکومې مشخصې ډلې ملاتړ ونه کړي؛ پاکستان هم له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان په چاروکې لاسوهنه  نه کړي.
  باخترآژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ: دپاکستان د صدراعظم سلاکار دغه څرګندونې د پاکستان له يوه خصوصي ټلويزيون سره په خبرو کې کړې دي .
ده ويلي دي: زما په نظر زموږ شرط دا دى، که چيرې هند په افغانستان کې د قدرت د تشې ډکولو لپاره هلې ځلې وکړي؛ په دې صورت کې موضوع روښانه ده چې موږ به هم هلې ځلې وکړو. خو زه هيله لرم چې بهرني ځواکونه او دافغانستان ګاونډيان ددغه هيواد په چاروکې لاسوهنه ونه کړي.
که چيرې له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هيوادکې دقدرت تشه رامنځته شي؛ ګاوڼديان دې د هغې دډکولو لپاره هلې ځلې ونه کړي؛ افغانانو ته دې بايد اجازه ورکړى شي چې خپل برخليک په خپله وټاکي .
په پاکستان په تيرو وختونوکې دافغانستان په چاروکې دلاسوهنې تور لګول شوى دى چې دطالبانو ملاتړ کوي او ياغيان د ورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد افغانستان ته ليږي .
خوسرتاج عزيز ويلي دي چې په افغانستان کې دسولې  دبهير ملاتړ کوي .
دى وايي: هلې ځلې به وکړي چې وسله وال طالبان دافغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره وهڅوي.
په همدې حال کې دپاکستان صدراعظم يوځل بيا ټيګار کړى دى چې هيواد به يې دطالبانو د ډلې دويم  نمبر شخص ملابرادر آزاد کړي .
د رويټرز دخبري آژانس دخبرله مخې: نوازشريف ويلي دي چې د ملا برادر دخلاصون جزئيات به د همدې اوونۍ په وروستيو وختوکې پاکستان ته د ده له ستنيدو وروسته وړاندې شي .
مخکې له دې سرتاج عزيز هم ويلي و: اسلام اباد پلان لري چې ملا برادر په همدې مياشت کې آزاد کړي.
داپه داسې حال کې ده چې افغان مقاماتو دهغه څه په خاطر چې د افغانستان دسولې په بهيرکې دپاکستان دصادقانه همکاري نشتوالي بلل شوى دى؛ په کلکه په پاکستان نيوکې کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته