امنیت

د الوتکو د الوتنې په تګلوري کې د لوړ پوړيزو ودانيو د پاسه د نښو نښانو او د څراغونو د ځاى پرځاى کولو طرزالعمل وڅيړل شو

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٨  :
د الوتکو او هليکوپټرونو د الوتنو په تګلوري کې د لوړ پوړيزو ودانيو او تاسيساتو د پاسه د نښو نښانو او څراغونو د ځاى پرځاى کولو طرزالعمل پرون په يوه غونډه کې وڅيړل شو.
د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه طرزالعمل په دې وروستيو وختوکې د الوتنو د مصوونيت د لوړولو په موخه د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې له خوا تنظيم  شوى دى چې د بېلابېلو دولتي بنسټونو د استازو په ګډون وڅيړل شو.
په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کورنيو چارو، مخابراتو           او معلوماتي تکنالوجۍ، اطلاعاتو او فرهنګ، انرژۍ او اوبو او د ښار جوړولو  د وزارتونو استازو او دغه راز د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، کابل ښاروالۍ او د ملي دفاع  وزارت د هوايي پوځ  د قوماندانۍ استازو هم برخه لرله.
په دې غونډه کې وفايي زاده د الوتکو او هليکوپټرونو د الوتنو په تګلوري کې د لوړ پوړيزو ودانيو او تاسيساتو د پاسه د نښو نښانو او څراغونو د ځاى پرځاى کولو طرزالعمل په هېوادکې د الوتنو د مصوونيت  د تامينولو او پياوړتيا په کارکې يوه مهمه او ضروري اړتيا وبلله او ويې ويل چې په بشپړيدو سره به يې د لوړ پوړيزو ودانيو لپاره د هېواد هوايي ډګرونو ته څېرمه ښارونو او سيموکې د الوتنو د مصونيت د تامينولو په برخه کې د حل لازمې لارې اټکل شي .
د دغې غونډې برخه والو په دې طرزالعمل کې شامل مفادات وڅيړل او پريکړه يې وکړه چې په دې برخه کې ټولې شاملې ادارې دې په بله غونډه کې چې په  را روانه اوونۍ کې جوړيږي، خپلې نظريې  په ليکلي ډول وړاندې کړي او په جمع بندۍ سره يې وروستې پريکړه صادره شي .
دغه طرزالعمل د ملکي هوايي چلند د نړيوال سازمان يا (ايکاو) د مصوونيتي ستندردونو د تطبيق په لاره کې يو مهم ګام بلل کيږي چې د اړوندو بنسټونو د نظريوله عملي کولو او د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د لوى رياست د مقام له منظورۍ وروسته به د اجرا وړ وګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته