امنیت

يو تروريست په نيمروز ولايت کې ووژل شو .

کابل باختر د وري اوومه :
دوو تنو تروريستان تيره شپه دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې په يوه څارنوال دبريد نيت درلود چې يوتن يې  دپوليسو له خوا  ووژل شو او بل يې ونيول شو .
  دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونيار عبدالهادي عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه دوه تنه تروريستان چې په يوه موټرسايکل سپاره وو غوښتل يې  چې زرنج ښار په درې کيلومتري واټن قبرستان سيمه کې  په يو څارنوال بريد وکړي دپوليسو له خوا وپيژندل شول او دهغې جګړې له امله چې ددوى او پوليسو ترمنځ ونښتې يو تن يې ووژل شو او بل يې  ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته