امنیت

دوه ويشت وسله وال طلبان په لوګر کې ووژل شول

کابل /د غبرګولې ٥مه /باختر
دوه ويشت وسله وال طلبان تېره شپه په لوګر کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې لوا د مطبوعاتي دفتر مسوول احمدشکيل تسل باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طلبان د لوګر ولايت په مربوطاتوکې د افغان ځواکونو پرپوستو د يرغل په وخت کې ووژل شول.
تسل وويل: په دې جګړه کې ١١ نور طالبان ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونود لوګر په خروار ولسوالۍ کې دعملياتوپه بهير کې د طالبانويوه زياته اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل.
احمد شکيل تسل وويل چې په دغو عملياتوکې ٤ توغندي ويشتونکي ،٥٠ کلاشينکوفونه ، يوکرينوف ، ٢٠ بورى چاوديدونکي توکي ، ٣٠ مخابرې ، ١٠ تومانچې ، ١٢ موټرونه ، ٣ موټرسايکلونه او ٣٠٠٠ ډول ډول ګولى د افغان ځواکونولاس ته ورغلي دي.
ويل کېږي په دې عملياتو کې امنيتي ځواکونواوملکيانوته زيان نه دى اوښتى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته