امنیت

دوه تنه دتروريستي فعاليتونوپه تور په کابل کې ونيول شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٣ :
دملي امنيت داداري  خبرځايونوپه کابل ښارکې دتروريستي فعاليتونو په تور ددوو تنو دنيولو خبرورکړ .
دملي امنميت داداري مطبوعاتي دفتر باخترااژنانس ته خبرورکړ.
دملي امنيت دلوي رياست موظفينو دخاصو اپراتيفي عملياتو په بهيرکې دپکتيا ولايت دآريوب ځاځي ولسوالۍ اصلي اوسيدونکې اودکابل ښار داتمې ناحيې  اوسني اوسيدونکې  رحمت خان  چې مستعارنوم يې شاهدالله دي  او دننګرهار ولايت  دهسکې مينې اصلي اوسيدونکې اودکابل ښارداتمې ناحيې اوسني اوسيدونکې عبدالهادي دتروريستي فعاليتونو په تور نيولي دي.
نيول شويو کسانو اعتراف کړي دي  چې دطالبانو دډلې ديو قوماندان سليم  له خوا دقندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې ددغې ډلې په ليکو کې جذب  او دپاکستان ن په کويټې ښارکې يې پوځي تعليمات اوتروريستي فعاليتونه زده کړي دي ، او دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالي ته استول شوي دي اوپه بيلابيلو ترويستي فعاليتونو اوپه امنيتي ځواکونو په بريدونوکې يې فعاله ونډه لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته